Pashtun Women Viewpoint

yt.png tw.png fb.png

PASHTUN WOMEN VIEWPOINT

Sun12212014

Last update02:53:59 AM

د افغانستان په اړ د لویديځ عامیانه تصور

  

یوې خپلوانې  مو چې فینلینډ کې اوسیږي کیسه کوله ،  ویل یې 

 یوه ورځ مې خپل کوچنی زوی د ماشومانو د لوبو یو پارک ته یوړ . هغه پارک کې لوبې پيل کړې او زه ورته د پارک د یوې څنډې په څوکۍ کيناستم . په همدې کې یو فینلینډۍ ښځه هم د خپل یو ماشوم سره پارک ته راغله، هغې هم ماشوم په پارک کې پرېښوده او ماته نژدې  کیناسته

ماشومانو خپلو کې لوبې پيل کړې  او فینلینډي‎دۍ ښځې له ما سره  کیسې پيل کړې ،  یوه ښه شیبه د هوا د حالاتو په اړه وغږیده وروسته یې په اروپا کې له اقتصادي بحران څخه سر  وټکوه . د فینلینډ حکومتي چارواکي یې ملامته کړل ، او ښه شیبه وروسته یې  له مانه و پوښتل چې د کوم ځای یم ؟

  کله مې چې ورته وویل افغانه یم  نوداسې عکس العمل یې وښوده لکه په هندي فلمونو کې چې څوک چاته ووايي:   میں بوت ہوں ( زه اروا یم ) . بس فینلینډي غالمغال او ترپکې یې پيل کړې او د سترګو په رپ کې  د خپل ماشوم سره یو ځای له پارک څخه ووته

 

زما ددې خپلوانې ددې کیسې په اوریدو خپلې هغه ستونزې هم رایادې شوې چې وخت نا وخت ورسره په پراګ یا نورو ښارونو کې د خپل افغانتوب له کبله مخ شوې یم .  په اروپا کې ګڼ خلک چې د افغانستان او افغان نوم اوري نو ډير یې  یو ډول د ویرې او ځان راټولولو احساس کوي 

پوښتنه  دا ده چې ایا افغانان په ريښتیا هم همدومره ویرونکې دي لکه د اروپا او ځينو نورو هیوادونو خلک یې چې په اړه تصور لري او کنه وروستیو پرلپسې  بدو پېښو او د رسنیو یو اړخیز پوښښ  دا افغانان تصویر نړۍ ته تر هغې څو چنده بد ورییژندلي چې ريښتیا دي ؟

په پراګ کې وخت ناوخت د ښار د اعلانونو پر لوحو د ځينو نندارتونو او فیستوالونو اعلانونه زړیږي . د بیلګې په توګه کله ناکله په دې ښار کې د هندي فلمونو فیستوال جوړیږي نو د ښار په یوه نیمه لوحه یې اعلان کتل کیږي ،  خو د افغانستان قسمت ته ګوره چې  څو اونۍ په دې ښار کې په لوحو د عکسونو د یونندارتون اعلان لګیدلی و ، او ددې نندارتون څخه یې د نمونې په توګه د پوزې پرې شوې  افغانې نجلۍ عکس لګولی و چې ویل کیږي خاوند یې ترې پوزه پرې کړې ده 

 دې تصویر ددې ښار استوګنو ته پرته له دې چې نور معلومات ورکړي، د حال په ژبه همدومره ویل چې ګوندې ټول افغانان له ښځو سره دا ډول چلن کوي ، او پوزې او غوږونه ترې پرې کوي 

په دې تصویر کې چې څه ښکاریدل په دې کې هیڅ شک نه شته چې تر ټولو بدترین جنایت دی ، او د سختې د غندنې  او کرکې څخه ډکه کړنه ده  .  خو دا په دې مانا نه ده چې دا د ټول افغانستان تصویر وګڼل شي او یا داسې تصور خلکو ته ورکړل شي چې ګوندې ټول افغانان له خپلو ښځو سره همدا ډول چلن کوي

همدا پرون مې یو راپور لوسته چې ویل یې په هندوستان کې په اوسطه توګه په هرو یو ویشت دقیقو کې  د جنسي تیري د یوې پېښې راپور ورکول کیږي . او د تیزابو شیندلو او ښځو د زورولو  پېښې په کې عامې دي

خو د هندوستان په اړه په لویدیځ کې د عوامو تصور داسې نه دی

اروپايي وګړي ملامته نه دي ، د افغانستان په اړه د نړیوالو تصور رسنیو جوړ کړی دی . ددې ځای رسنۍ د افغانستان د ټولنیزو او سیاسي  ستونزو په اړه له مبالغې او ډرامې ډک راپورونه جوړوي . د بیلا بیلو اروپايي هیوادونو په تلویزوني خپرونو کې چې کله  د افغانستان نوم یادیږي نو د جنګ جګړو ، تروریزم ، د ښځو سره دزور زیاتي  او نورو ستونزو یادونه ورسره خامخا تړلي وي، خو ددې هیواد خلکو د ژوند پر نورو اړخونو سترګې پټوي 

یو څه بهرني خبریالان په افغانستان کې  د معلوماتو له راټولولو سره نابلده وي ، یو څه د خپل راپور د په زړه پورې کولو لپاره  مبالغه کوي ، یو څه هغه افغانان چې له بهرنیو رسنیو سره کار کوي او یا مرکې کوي ، ددې لپاره چې خپل ځان یو منفرد افغان وښيي د خپلې ټولنې د ستونزو په بیان کې افراط کوي. دوی مسلې هسې بیانوي چې له مبالغې ډکې وي . دوی د ټولنې ښه ټکي له بهرنیو پټوي او ددې لپاره  چې ځانونه اصلاح شوي افغانان وښيي یوازې ستونزې یادوي او انتقادونه کوي

دا سمه ده چې په شتو ستونزو باید سترګې پټې نه کړو ، یوه ستونزه تر هغې نه هواریږي څو چې مو په لومړي قدم کې منلی نه وې ، کله مو چې د ستونزې شتون ومنه نو د هواري لپاره یې هم کار کولی شو . خو دا باید په دې معني هم ونه اوسي چې له یوې مخې په خپلو ستونزو پسې را واخلو او په بیان کې یې افراط وکړو ، د خپل کلتور او  د دودونو  پر ښګیڼو سترګې پټې کړو ، او د ستونزو په راسپړولو پسې داسې راوخلو چې ښیګیڼې مو هیرې ش

ښه به وي چې کله ناکله د خپلې ټولنې د  ستونزو د بیان تر څنګ د ټولنې د ځینو ښو اړخونو ښیګڼې هم یادو کړو ، د خپل کلتور ځينې ښکلې برخې هم له نورو سره شریکې کړو . زه باور لرم چې افغانان ډيرې ښیګڼې او ښه ارزښتونه هم لري چې پرې خبرې کیدای شي او که وده ورکړل شي  ځینې  ستونزې ورسره خپله هواریږ